دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 166240
د کډوالو چارو وزارت: د انساني قاچاق د مخینوي تازه اقدامات تر لاس لاندې دي
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د انساني قاچاق د مخینوي لپاره یې یو لړ تازه اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

اوس په افغانستان کې د انساني قاچاق د پدیدې په اړه له پولو د باندې هم اندېښنې زیاتې شوي او افغان حکومت یې د دغې ناوړې پدیدې په مخنیوي کې په پاتې راتللو تورن کړی دی.
خو د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغو اندېښنو ته ځواب وايي.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د یو عالي کمېسیون جوړېدل، د قاچاق د پدیدې په وړاندې د مبارزې لپاره د قانون تصویب او قاچاقبرانو ته د جزا ټاکل هغه اقدامات دي چې حکومت تازه د دغې پدیدې د مخنیوي لپاره تر لاس لاندې نیولي دي.
دی زیاتوي:
"له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې یاید هغه هېوادونه همکاري وکړي، کوم چې انساني قاچاق کوونکي کسان ور انتقالوي، دوی باید د انساني قاچاق او مهاجرت په مخنیوي کې مرسته وکړي، حکومت ژمنه کړې چې په دې برخه کې یو لړ اقدامات وکړي او د لومړي ځل لپاره یې له انساني قاچاق سره د مبارزې قانون تصویب کړی او په کې انساني قاچاقبرانو ته جزا تعین کړې."
تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، د افغانستان حکومت نه دی توانېدلی چې لږ تر لږه د انساني قاچاق د مخنیوي ټاکل شوی نورم پوره کړي.
له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیر افغانستان د انساني قاچاق مرکز بللی او ویلي یې وو چې په کومو هېوادونو کې چې قانون نه پلی کېږي، خلک یې د داشان پدیدو قرباني کېږي.
جان باس له افغان حکومته غوښتي وو چې د دغې پدیدې د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
په دې وروستیو کې افغان حکومت او نړیوالو بنسټونو د انساني قاچاق د مخنیوي، د انساني قاچاقبرانو د محاکمې، د قاچاق د قربانیانو د خوندیتوب او ساتنې او د انساني قاچاق او د دغې ناوړې پدیدې د عواقبو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي یوه شبکه هم رامنځته کړې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې دا مهال پنځه لکه افغان کډوال په اروپايي هېوادونو او یولک او پنځه څلوېښت زره په ترکیه کې کډوال دي.
په روان میلادي کال کې د ناامنیو له امله نېږدې درې لکه افغانان په کور دننه کډوال شوي چې د کډوالو چارو وزارت د مسؤلینو په وینا، ډېری دغه بې مدرکه افغان کورنۍ کډوال د انساني قاچاق قرباني کېږي.
بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، له تېرو څو کلونو را په دېخوا یې لسګونه انساني قاچاقبران نیولي او هغه کسان یې نیولي چې عام خلک یې غولول او له هېواده یې بهر لېږدول.
نوموړي وویل:

"زموږ پولیس دنده لري چې د انساني چاقاقبرانو او هغه څوک چې قاچاق کېږي، په پېژندلو کې دقت وکړي، موږ په تېرو کلونو کې داسې لسګونه قضیې درلودې، دا ډول خلک پېژندل شوي او نیول شوي او هغه کسان چې دوکه شوي او له افغانستانه بهر انتقال شوي، بېرته را ګرځول شوي دي."

نا امني او بېوزلي هغه عوامل دي چې یوشمېر عام افغانان یې له امله د انساني قاچاقبرانو ښکار ګرځي.

د افغانستان اجرائیه ریاست له قانون سره سم د قاچاقبرانو د محاکمې او مجازاتو غوښتنه کوي.

ښاغلی دانش وايي، امنیتي ځواکونه به له انساني قاچاقبرانو سره له قانون سره سم چلند وکړي او دغه ډله به په هره کچه چې وي، عدالت ته راکاږي.
  

https://avapress.com/vdceep8z7jh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته