د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې د کوکنارو کښت، تریاکو تولید او نړۍ کې د نشهيي موادو مارکېټونه پراخ شوي او د دې موادو غوښتنه هم په بې ساري ډول ډېره شوې ده.
د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې رئیس یوري فدوتوف «Yury Fedotov» د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل چې په روان میلادي کال کې په نړۍ کې د کوکنارو کښت په بې سارې توګه ډېر شوی دی.
ښاغلي فدوتوف په افغانستان کې د کوکنارو د کښت ستونزې ته په اشارې سره وويل چې دوی به د نشهيي او کېمياويي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره له افغانستان او ګاونډيو هېوادونو سره په ګډه مبارزه کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"ما له افغانستان او ګاونډيو هېوادونو سره تر ګډ کار وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکړ. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونوتر منځ په نړۍ کې د تریاکو تولید په سلو کې ۶۵ ډېر شوی دی. تېر کال په نړۍ کې لس نيم زره ټنه تریاک تولید شوي چې دا د «UNODC» ادارې د کار له پیله بيا تر اوسه پورې د تریاکو د تولید تر ټولو لوړه اندازه ښيي. له دې تارياکو څخه ۹۰۰۰ ټنه یې یوازې په افغانستان کې تولید شوي او پهدې هېواد کې د کوکنارو کښت اوس هم د پراختیا په حال کې دی."
له نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې یا «UNODC» رئیس وايي، دوی هڅې پیل کړي چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په مرسته د قانون د تطبیق لپاره لاره هواره او د مافیايي ډلو د فعالیت مخه ونیسي.
تردې وړاندې د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت ویلي وو چې له نشهيي موادو سره د موثرې مبارزې لپاره دې د سیمې هېوادونه هم را ګډ کړل شي، تر څو افغانستان د مالي او سياسي ملاتړ له پلوه پياوړی شي.
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي انتقاد کوي چې د سیمې هېوادونه له نشهیي موادو سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره صادقانه همکاري نهکوي.
دا زياتوي چې د افغانستان ځیني ګاونډي هېوادونه د نشهیي موادو له ستونزې سره سیاسي چلند کوي.
نوموړې وايي:"سره لهدې چې ملګري ملتونه او نور امنیتي او اقتصادي سازمانونه له نشهيي موادو سره پر مبارزه ټینګار کوي، خو بیا هم د ګاونډيو هېوادونو همکاري کمه شوې او له دې سره په افغانستان کې د نشهيي موادوتولید او نړۍ کې خرڅلاو ډېر شوی دی. د افغانستان ډېری ګاونډي هېوادونه نشهيي موادو او قاچاقو ته يې ته په سیاسي سترګه ګوري چې دې کار له نشهيي موادو سره مبارزه باندې منفي اغېز کړی دی."
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)