کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې بریښنا لیږد پروژو افتتاح

10 سرطان 1397 ساعت 13:13

د انرژی او اوبو وزارت سرپرست، د بریښنا شرکت مشر او د ننګرهار والی د لمریز انرژی پارک ۱۰۰ میګاواتو تهدات ډبره ایښی او د بهار سب ستیشن څلورم ترانسفارمر افتتاح او د ګټه اخیستنې لپاره وړاندی کړی دی.



د آوا په ګزارش سره، د لمریز انرژی پارک د ۱۰۰ میګاواتو په ظرفیت د خصوصی سکتور سرمایه ګذاریو په مقصد جوړیږی چی وروسته به لمریز انرژی دستګاوی د خصوصی سکتور له لوری به په کی جوړ شی.
په لومړۍ قدم کې صنعتی پارک او کورونه به ددی بریښنا انرژی څخه برخمن شی. همدارنګه اضافی بریښنا به د ننګرهار تجارتی او رهایشی ساحاتو ته به هم ورسیږی.
په دی ترتیب، د ۲۰ میګاواتو په ظرفیت د همیشه بهار سب ستیشن څلورم ترانسفارمر هم د ګټه اخیستنې لپاره وړاندی شوی چی په افتتاح سره یی په جلال آباد کې د ننګرهار ولسوالیو ته د بریښنا قطع کیدنه صفر ته به ورسیږی او نږدی ۱۸ زره نوی مشترک به ورڅخه برخمن شی.
دا پروژه نږدی ۳،۵ میلیون دالرو په ارزښت تطبیق شوی او پیسسی یی هم د بریښنا شرکت انکشافی بودجه څخه ورکړل شوی چی د نصب او مونتاژ چاری یی هم د دریو میاشتو په ترڅ کې د فنی او تخنیکی انجنیرانو له لوری پای ته رسیدلی دی.
د یاد ترانسفارمر افتتاح سره د ننګرهار ولایت لیږدیدونکې بریښنا ظرفیت د ۵۶ میګاواتو څخه ۷۶ میګاواتو ته پورته شوه چی د ننګرهار ولایت اوسیدونکو او صنعتکارانو مشکلات رفع کوی.
 


د مطلب کود: 166282

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166282/ننګرهار-کې-بریښنا-لیږد-پروژو-افتتاح

آوا
  https://www.avapress.com