دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 166287
وسله وال طالبان: که حکومت سولې ته لېواله دی نو یرغلګرو سره امنیتی تړون لغوه کړي
په داسې حال کې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیل په موخه هلې ځلې دوام لري، وسله والو طالبانو د سولې په تړاو د یاد ډلې غوښتن له حکومت سره شریک دی دی.

وسله والو طالبانو په یوه مقاله کې لیکلي ”کابل رژیم که رښتیا هم سولې ته لېوال وي، پر سوله باور لري، رښتونې سولې ته ژمن وي، نو له یرغلګرو سره  امنیتي تړون دې سمدلاسه  لغوه کړي. “
په مقاله کې راغلي چې ”سوله باید د سولې لپاره وي، له سولې  باید ابزاري استفاده ونه شي، سوله په جګړه کې د برلاسي په موخه باید ونه کارول شي، د سولې غوندي مهم ارزښت سره سطحي او شعاري چلند نه یوازې دا چې سوله لیري کوي، بلکې د جګړې د لا تیزیدو لامل ګرځي. “
وسله وال طالبان همداشان ادعا کوي چې افغان حکومت او بهرنیان ”سوله نه غواړي، بلکې سوله یې  برمته کړې، نه غواړي چې سوله راستنه شي، د سولې په مخ کې یې د یوالونه جوړ کړي، دوی د سولې اراده نه لري، په جګړه کې سوله غواړي، داسې سوله چې د سولې اطلاق ورباندې نشي کیدلای. “
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشر فغني پرون له طالبانو سره د اوربند د پای ته رسولو په هکله په جوړه شوی خبرې نساته کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان کورني ستونزې درې بعدونه لري چې په کې حکومت، طالبانو او د افغان ولس شامل دي. خلک له حکومت او طالبانو څخه د سولې او د جګړو د پای غوښتنه کوي. حکومت د خلکو غوښتنې منلي او اوس د دی وخت را رسېدلی چې طالبان هم د خلکو غوښتنو ته مثب ځواب ووایي.
هغه زیاته کړه ”اوس طالبان د ولس سره مواجه دي، د افغانستان له دیني علماوو سره مواجه دي، د اندونیزیا، پاکستان او د مکی او مدینې خطیبانو سره مواجه دي، د اسلامي نړۍ له علماوو سره مواجه دي، پر حکومت هم دغه فشار موجود و، خو حکومت د یو مسوول حکومت په څیر د دغه فشار پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړ، اوس باید طالبان تصمیم ونیسي چې د سولې په خاطر له دومره فشارونو سره څه ډول برخورد کوي. “
 
https://avapress.com/vdcfcvdyew6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته