دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 166319
وسله وال طالبان د جګړې د دوام لپاره هيڅ اسلامي او شرعي دليل نه لري
دا څرګندونې نن ديني عالمانو، ولسي مخورو او ځوانانو د يوې غونډې پر مهال وکړې، چې پکې د سولې او اوربند په تړاو د حکومت وروستي فعاليتونه او هلې ځلې بې ساري وبلل شوې او له وسله والو طالبانو هم وغوښتل شول، چې نوره جګړه پای ته ورسوي او بين الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.
په غونډه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز ريس بريالي هلالي په مشرۍ د دفاع، کورنيو چارو، ملي امنيت او د حج او اوقافو وزارت څخه راغلي ګډ پلاوي، او د هلمند سرپرست والي مجاهدالله صفاري او سلګونو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د غونډې په پېل کې سرپرست والي، مجاهدالله صفاري وويل: افغان حکومت په ځانګړې توګه جلالتمآب جمهور ریيس د سولې لپاره له هرو ممکنو لارو چارو ګټه اخلي، تر څو په هیواد کې سرتاسري سوله او امنیت ټینګ شي. نوموړي زیاته کړه، چې د سولې د ټینګښت په موخه وروستی اوربند يو بې ساری ابتکار وو، چې د افغان ملت او نړيوالو له لوري یې پراخ هرکلی او ملاتړ وشو.
ښاغلي صفاري د هېواد د ديني عالمانو وروستۍ فتوا ته په اشارې سره وويل: وسله وال مخالفين جګړې ته هيڅ شرعي دليل نه لري، ولس هم ترې د سولې غوښتنه کړې، خو هغوی د ولس دې غوښتنې ته لا تر اوسه مثبت ځواب ندی ویلی، له همدې امله ولس باید په خپلو سوله ییزو هڅو سره د دولت مخالفین د سولې خبرو اترو ته تشویق کړي.
په دې غونډه کې د علماو شورا ريس مولوي خداينظر، د ولايتي شورا ريس عطاوالله افغان، د سولې شورا مرستيال عبدالاحد معصومي، ديني عالم مولوي شېخ موسوي، د مدني ټولنو په استازيتوب سلطان محمد او د ښاروالۍ مشورتي شورا په استازيتوب عبدالستار عطايي خبرې وکړې، چې پر مهال يې د سولې او اوربند په اړه د جلالتمآب جمهور ريس محمد اشرف غني وروستي اقدامات بې ساري او تاريخي وبلل.
هغوئ زياته کړه: افغانان له جګړې ستړي دي، د افغانستان او اسلامي نړۍ د علماوو فتواوو او څرګندونو ته په کتو سره روانه جګړه هیڅ ډول شرعي جواز نلري له همدې امله طالبان باید د سولې له بهیر سره یوځای او د یو با ثباته افغانستان په رامنځته کولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس او د راغلي پلاوي مشر، بريالي هلالي په خپلو خبرو کې د اوربند په تړاو وضاحت وړاندې کړ او زياته يې کړه: افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره اوربند د کمزوۍ له کبله نه دی کړی، بلکې په اندونيزيا کې د يو شمېر اسلامي هيوادونو د علماوو او دغه راز په کابل کې د شاوخوا درې زرو علماوو د فتوا، د روژې او اختر ورځو د درنښت په پار پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ، چې د افغانانو او نړیوالو له تود هرکلي سره مخ شو.
هلالي زياته کړه، ولسمشر محمد اشرف غني د خلکو د غوښتنو په خاطر اوربند لس ورځې نور هم تمديد کړ، خو مخالفينو د ملت د غوښتنې پر خلاف خپلو جګړو او بريدونو ته دوام ورکړ.
هلالي د هلمند د سولې ولسي کاروان ته په اشارې سره وويل، چې د سولې کاروان غړو ۷۰۰ کيلومتره پلی مزل وکړ او کابل ته په رسېدو سره جلالتمآب جمهور ريس د هغوی تود هرکلی وکړ او د سولې په اړه یې د هغوی هڅې او غوښتنې پر ځای وبللې او د پلي کېدو لپاره هغوی ته ډاډ ورکړ.
په داسې حال کې، چې وسله والو طالبانو د سولې د ولسي کاروان د هڅو پر وړاندې منفي غبرګون وښود.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس وويل: اوربند وښودله، چې طالب جنګيالي هم له جګړې ستړي او سولې ته لېواله دي. د زرګونو علماوو د فتوا او څرګندونو پر بنسټ د طالبانو جګړه هېڅ ډول شرعي جواز نلري او د یادې جګړې دوام یوازې د افغانانو وژل او د هیواد ورانول دي.
غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مساجدو عمومي ريیس، مولوي فضل الکريم سراجي او د دفاع وزارت د فرهنګي او عقيدتي رياست مرستيال، ډګروال شال پاچا هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې افغان پوځ په بشپړه اسلامي عقيده او روحيه د هیواد ساتنه او د سولې د هڅو څخه ملاتړ کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb80b89rhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته