دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۳
د مطلب کود : 166323
د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف به ډېر ژر خپل پراخ شتون اعلام کړي- نور
د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور د یکشنبې پر سهار( د چنګاښ ۱۰) د ترکیې له اوږده سفره مزارشریف ښار ته راستون شو او په خپلو لومړنیو خبرو کې یې په ډاګه کړې، چې د افغانستان ژغورنې ملي ائتلاف به ډېر ژر په کابل کې خپل پراخ شتون اعلام کړي.
ښاغلي نور د خپلې وینا په بهیر کې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبد الله عبدالله هم تر نیوکو لاندې راوست.
هغه وویل: که سږ کال یې زه ملاتړ ونکړم؛ د سپیدار ماڼۍ به بیا د واکمنۍ خوبونه ونه ویني او نه به نور د (تاج گذارۍ مراسم ) وویني. هغه هم زمونږ د غیرت من او عزت من ملت ځواک و، چې په سپیدار ماڼۍ کې کښیناست او(تاج گذارۍ) یې وکړه.
دا  ځل هغه تاج خپله رااخلو؛ یا خپه مونږ ډګر ګټو او یا خپل یو رښتینی یار سیاسي ډګر ته راباسو.
د بلخ پخواني والي په ډاګه کړې، چې د ترکیې په سفر کې یې له نړیوالو ملګرو، د هېواد له اغېزمنو څېرو او د ټاکنو له نوماندانو سره یې د افغانستان پر برخلیک ټاکونکیو اړخونو خبرې اترې کړې دي.
عطامحمد نور دغه راز په راتلونکیو ټاکنو کې د رڼښت پر نشتوالي هم اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ، چې ډېر ژر به په چورلکو کې د یو کس پرمټ ولسوالیو ته د تذکرو او ستیکرونو له لیږدولو پرده پورته کړي.
هغه ګواښ وکړ، چې که رڼې ټاکنې تر سره نشي له خپلو ملاتړیو سره به لنډ مهاله( موقت) حکومت اعلام کړي.
هغه دغه راز د افغانستان وضعیت ته په کتو یادونه وکړه، چې ولسمشریزو ټاکنو ته به یا ځان نوماند کړي او یا به له داسې شخص څخه، چې د سیمې د هېوادونو او امریکا همکاري ورسره وي؛ ملاتړ څرګند کړي.
په بلخ کې وروستیو ناامنیو او د جرمونو ډېریدو عطامحمد نور اندښمن کړی او امنیتي ځواکونو ته یې په خطاب کې ټینګار کړی، چې د هر فرد بدو کړنو ته دې قانوني ځواب ورکړي.
ویل کیږي، چې بلخ ولایت ته د نوي والي له ورپېژندلو وروسته ښاغلي نور ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر هلو ځلو سربېره په هېواد کې دننه او بهر د هېواد له بېلابېلو ګوندي مشرانو، د مدني ټولنو له استازیو او نړیوالو ملګرو سره برخلیک ټاکونکې ناستې تر سره کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgx39qwak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته