دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 166351
کونړ ولایت کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتو دوام
په کونړ کې چارواکې وایی چی د وسله والو طالبانو او داعش وسله والی ډلې ترمنځ نښته روانه ده.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، د دواړو غاړو ترمنځ د تازه نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د یکشنبې په ورځ د څوکی ولسوالی په مربوطاتو کې د نښتې په ترڅ کې درې تنه داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د سیلاب قول اردو په وینا، د شنبې په ورځ هم د چپې درې ولسوالی اړوند په کریو سیمه کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د داعش ډلې ۷ غړي ووژل شول.
سیلاب قول ارد وایي د نښتې په ترڅ کې د وسله والو طابانو یوه غړی هم وژل شوی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د چهار شنبې په ورځ وویل، چې د نښتې په ترڅ کې د داعش ۴ غړي وژل شوي او لږ تر لږه ۹ نور د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
سیلاب قول اردو وایي د طالبانو دوه جګړه ماران هم د داعشیانو له خوا نیول شوي.
له دې وړاندې د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ مورچل سيمه کې د یکشبنې شپه شاوخوا درې بجې پاڅوون کوونکو پر داعش وسله والو بريد کړی، چې جګړه رامنځته شوې او له امله يې اته داعش وسله وال ووژل شول او درې ژوندي نيول شول.
 
https://avapress.com/vdchm-nzz23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته