کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جوزجان فیض آباد ولسوالی کې څلور کلۍ د طالبانو لاس ته ولویدلي

11 سرطان 1397 ساعت 12:36

سیمه ایز سرچینی وایی چی د جوزجان ولایت فیض آباد ولوسالی خیرآباد او شیر آباد، شیشه خانه ترکمنیه او ګرجګ کلۍ د طالبانو په لاس سقوط کړی دی.



 
 
د آوا په ګزارش سره، صاحب خان؛ په فیض آباد کې سیمه ایز خلګو غورځنګ ځواکونو قوماندان ویلی دی چی که عاجل توګه مرستندویه ځواکونه ونه رسیږی نو د بلخ-شبرغان لویه لاره به مسدود شی.
خو فقیر محمد جوزجانی؛ د جوزجان پولیسو قوماندان وایی چی د ګرجک او شیشه خانه کلیو ۵۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې دی او تر نورو دوو ساعتونو پوری به مرستندویه ځواکونه هلته ورسیږی.
د هغه په وینا نښته اوس هم جریان لری او دری تنه طالبان وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوی دی.
د ګرجک کلۍ د شبرغان-بلخ لویی لاری څخه ۵۰۰ متره واټن لری.
 


د مطلب کود: 166360

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/166360/جوزجان-فیض-آباد-ولسوالی-کې-څلور-کلۍ-د-طالبانو-لاس-ته-ولویدلي

آوا
  https://www.avapress.com