دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 166406
د قوماندان قیصاری نیول کیدو په وړاندی د جنرال دوستم غبرګون
د ولسمشر غنی لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم خبرداری ورکوی چی په فاریاب کې قوماندان قیصاری نیول کیدنه د یاد ولایت امنیتی وضعیت به ناوړه کړي

جنرال دوستم د یو بیان په نشرولو سره ادعا کړی چې د قوماندان قیصاري نیونه به په فاریاب ولایت کې یې د دښمنانو په وړاندې د دفاعي کرښې د ړنګېدو لامل شي.
نومړی ادعا کوي، چې قوماندان قیصاري د غلطو معلوماتو په اساس نیول شوی او د دسیسو ښکار شوی دی او خبرداری ورکوي چې دغه اقدام به په فاریاب ولایت کې د پراخې ګډوډې لامل شي او د سولې او نورو موضوعاتو په تړاو د دولت برنامې له ځنډ سره مخ کړي.
هغه د حکومت پر مشرتابه غږ وکړ چې د قوماندان قیصاري د خوشي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
په فاریاب ولایت کې چارواکي وایي د جنرال دوستم دغه ځواکمن قوماندان نظام الدین قیصاري تېره ورځ ناوخته په میمنه ښار کې نیول شوی.
په شمال کې د افغان پوځ سرچینې وایي، قیصاري له افغان پوځ سره د شخړې په پایله کې نیول شوی دی.
د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړی طاهر رحمانی تائید کړه، چې د شخړې په پایله کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
نوموړی زیاته کړه، چې وژل شوي کسان ټول د قوماندان قیصاري ساتونکي دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهنی قول اردو تائید کړه چې قوماندان قیصاري د دوشنبې په ماښام د لفظي او فزیکي شخړې په پایله کې نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciuqazqt1aq52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته