دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 166408
لوګر کې چاودنه مرګژوبله اړولي
لوګر ولایت کې د موټر بم چاودنې له امله ملکی وګړو ته مرګژوبله اوښتی ده.

د لوګر ولایت د امنیه قومانداني چارواکي وایي، د چاونې په ترڅ کې یوه ښځه او یوه ماشوم وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
چارواکي زیاتوي، چې پیښه پرون ناوخته د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا، د ځانمرګي بریدګر هدف د بهرنیو ځواکونو یوه کاروان و او پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې بهرنیو ځواکونو د تندر قول اردو له یوې اډې څخه د وتلو په حال کې وو.
د راپورونو له مخې، د پیښې مسئولیت په افغانستان وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
لوګر د افغانستان په مرکز کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د لوګر ولایت  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcawin6a49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته