دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 166427
افغان او امریکایي ځواکونو وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
د افغان پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو وایي د افغان او امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تندر قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې پلې لوا د دریم کنډک منسوبینو د غزني ولایت د اجیرستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له وسله والو مخالفینو سره په یوه نښته کې ۳ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۴ تنه نور ژوبل کړيدي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې همداراز د تندر قول قول اردو جزوتامونو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د نوغي په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې ۷ تنه وسله وال مخالفین وژلي ۶ تنه ژوبل کړي، یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر سایکل د نوموړو امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي یاده دې وي چې په نوموړې نښته کې د تندر قول اردو دوه تنه سرتیري هم ټپیان شوي دي.
همدارنګه تندر قول اردو وایي د ائتلافي ځواکونو د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د چهارقلعه په سیمه کې وسله وال مخالفین په په نښه کړي ۹ تنه وسله وال ترهګر وژلي او ۳ تنه نور ژوبل کړيدي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې ترڅنګ امنیتي ځواکونو د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د سرکوهي په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره نښته کې ۸ تنه وسله وال مخالفین وژلي او او درې تنه نور ژوبل کړيدي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb50b8zrhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته