دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 166437
په غزنی کې د تروریستانو سخت تلفات
د هیواد امنیتی او دفاعی ځواکونو هوایی ضرباتو او کماندو چاڼییز عملیاتو په ترڅ کې د تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ تنه تروریستان وژل شوی او ۳۶ تنه نور ټپیان شوی دی او یو تن هم نیولی شوی دی.
 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، برید جنرال محمد رادمنش، د ملی دفاع وزارت ویاند د ترسره شویو عملیاتونو ته په اشاره سره وویل: دا عملیاتونه د تروریستانو د ټکولو او هغوی پټنځایونو له منځه وړلو په مقصد د ۱۰ تصفیوی عملیاتونو، ۹۱ کوماندو عملیاتون او ۹ هوایی ضربه عملیاتونو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړه: ددی منځ څخه-۳۰ تنه تروریستان د قره باغ، اجرستان، اندر، مقر او غزنی ولایت مرکز کې، ۱۳ تنه تروریستان د ارزګان ولایت ترینکوت کې، ۷ تنه د ګرمسیر په ولسوالی کې، ۵ تنه د فاریاب غورماچ په ولسوالی کې، ۳ تنه د فراه پرچمن په ولسوالی کې او ۲ تنه نور د پکتیا سروبی په ولسوالی کې وژل شوی دی.
په همدی حال کې د ملی اردو انجنیری ټیمونه هم په یوه شپه او ورځ کې ۱۳۵ حلقه ماینونه خنثی کړی دی.
د ملی دفاع وزارت په ادامه کې وویل چی یاد عملیاتونه د لغمان، غزنی، خوست، میدان وردګ، ارزګان، بادغیس، فاریاب، تخار، نیمروز او هلمند کې لاسته راوړونکې وو او په بریالیتوب سره جریان لری.
 
https://avapress.com/vdcc1eqsm2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته