دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 166441
هلمند ولایت کې بهرنیو ځواکونو هوایی بریدونه
په هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې په ناوې او ګرمسېر ولسوالیو کي د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کي ۷  تنه مخالفین وژل شوي او ۴ نور يې ټپیان دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې ترڅنګ يې په همدې بریدونو کي ۱ عراده سراچه موټر ۴ فیره د راکیټ مرمۍ ۵ لاسي بمونه کشف او له منځه وړل شوي.
د ولایت مقام په وینا، چې په هوايي بریدونو کي ددولت وسلوالو مخالفینو ۳ قرارګاوي او ۳ پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي .
د هلمند ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ”راغلي تخریب شوي قرارګاوي ، د مبارک ، ساهیر آغا،او فرید جانان په نومونو وې چي په نښه شوي “.
د ولایت مقام په وینا، همدارنګه افغان مېړنیو ځواکونو د هلمند په یو شمېر سیمو کي ددښمن له لوري ۵۱ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي .
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdchk-nzz23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته