د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي چې مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې نن سهار نږدې لس بجې پلي ځآنمرګي بریدګر د پلټنې مرکز ته څېرمه په ځآن پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې اته ملکیان او دوه امنیتي منسوبین شهیدان شوي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي او دوه امنیتي منسوبین ټپیان شوي هم دي،چې د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی .
د ولایت مقام په وینا، د پېښې د رامنځته کېدو له امله څېرمه موټر او نږدې هټیو کې د اورلګیدو له امله مالي زیانونه هم اوښتي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)