دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 166888
غزنی ولایت کی د وسله والو و افغان امنیتی ځواکونو تر منځ نښته شوی
ویل کږی، د غزني کې د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښته کې شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د غزني ولایت  د والي ویاند عارف نوري نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، وسله والو طالبانو پرون شپه د یاد ولایت په خوګیانو، قرباغ، مقر او اندر پر پولیسو پوستیو بریدونه کړی دی.
دوی وایی، چې په خوګیاڼو کې د وسله والو د عملیاتو پر مهال د یاد ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن سیداحمد او ۴ سرتېري وژل شوي او ۴ سرتېري ټپیان شوي دي.
سرچینو زیاتیوی، چې د افغان امنیتی ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې ۳۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۴ نور یې ټپیان شوي دي.
ویلکږی، په دی بریدونو کی  دواړو لورو ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ډېری یې وسله والو دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcc4eqs42bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته