دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 166910
پېښور کې ځانمرګي برید شاوخوا ۵۰ کسانو مرګ ژوبله اړولې
پاکستاني چارواکي وایي په پېښور کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي.
چارواکي زیاتوي، چې پېښه تېره ورځ ناوخته د پېښور په یکتوت کې سیمه کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د عوامي ملي ګوند یوه جګپوړي غړی هارون بیلور هم وژل شوی.
د پېښور پولیس مشر قاضي جمیل وویل چې پېښه د ټاکنو په تړاو په جوړه شوی غونډه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی د چاودنې نوعیت په اړه څه نه دي ویلي خو عیني شاهدان وایي پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.
د پېښور پولیس یوه بل جګپوړي چارواکی شفقت ملیک تائید کړه چې پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوی او د برید هدف هارون بیلور و.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۳ میلادي کال هم د ورته په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي و او د برید مسئولیت د پاکستان تحریک طالبان په غاړه اخیستی و
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizqazut1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته