د ناټو مشران به همدارنګه په افغانستان کې پر خپل پوځي ماموریت او له ۲۰۲۰ کاله وروسته د افغان ځواکونو په روزنې او د هغوی پر مالي تمویل هم وغږېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ یې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې خبریالانو ته وویل، چې شاوخوا درې زره نور روزونکي «د افغانستان» پر ماموریت ور زیات کړي دي.
سټولټنبرګ هیله څرګنده کړه چې ناټو مشرانو په دې سرمشریزه کې به تر ۲۰۲۰ میلادي کال اخوا د افغان ځواکونو د تمویل په تمدید موافقې ته ورسېږي.
نوموړی زیاته کړه، چې د ناټو مشرانو په دې مسرمشریزه کې به د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د ابتکار او د ملي یووالي حکومت د اصلاحاتو بشپړ ملاتړ په ډاګه کړي.
د ناټو عمومي منشي همداراز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر حضور ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لباهر د ناټو حضور اړین دی تر څو دا هېواد بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځاله بدل نهشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)