دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 166921
د ۷،۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۶۸ نوي قراردادونه منظور شول
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو وروستي غونډې په ترڅ کې د ۷،۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۶۸ نوي پروژو قراردادونه منظور شوي.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې  محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د دوشنبې په ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په ترڅ کې د ۷۳ تدارکاتي موردو د ارزونې په پایله کې د ۷،۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۶۸ تدارکاتي مورده منظور شول.
د ارګ ماڼی په وینا، په منظور شویو قراردادونو کې د فواید عامې وزارت اړوند د دایکنډي ولایت نیلي ښار د سړک جوړولو پروژې قرارداد، د کلیو پراختیا وزارت اړوند د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو د اوبو رسولو شبکې پروژې قرارداد او د کابل ښاروالۍ اړوند د سړک د غاړې لښتي جوړولو ترڅنګ په کانکریټي ډول د دشت برچي د ۱۲،۳۸ کیلومتره فرعي سړک جوړولو قرارداد.
د دولت په دولت قرارداد له ډلې له ازبیک ټېليکام سره د GB ۱۰  انټرنیټ قرارداد، د عدلیې وزارت د دفترونو لپاره د یوې ودانۍ کرایه کول، د ستارې او عبدالهادي داوي عالي لېسو او د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د سیمه‎ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د ودانۍ د ترمیماتو قرارداد او د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي د کور او دفتر د ترمیماتو قرارداد هم د غونډې په ترڅ کې منظور شوي.
ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو کمېسیون همداراز د مالیې وزارت اړوند د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر د مشورتي خدماتو د پروژې قرارداد، د کورنیو چارو وزارت اتمې برخې د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې د تدارک قرارداد او د پولیسو د قطعاتو د دویمې او درېیمې برخې د اړتیا وړ ۱۳ قلمه حبوباتو د تدارک قرارداد هم منظور کړی.
د کورنیو چارو وزارت اوومې برخې د اړتیا وړ ۳ قلمه سون لرګیو د تدارک پروژې او د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ یو قلم اعاشوي توکو (غوړیو) د تهیې او تدارک قراردادونه هم د غونډې په ترڅ کې منظور شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauin6649nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته