دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 166939
قیصاری قضیې پوری اړوند تورونه پر امنیتی ځواکونو باندی به وڅیړل شی
د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه وایي د نظام الدین قیصاري قضیې په تړاو پر امنیتي خواکونو لګېدلې تورونه څېړل کېږي.

امنیتي او دفاعي بنسټونه په یوه ګډ اعلامیه کې ویلي، چې د هیواد ملي امنیتي او دفاعي بنسټونه هغو انځورونو ته په پام سره، چې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او په اړه یې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ځینو کړنو ته نسبت ورکول کېږي، د دغو انځورونو د څېړنې په موخه یو با صلاحیته دولتي پلاوی ټاکي، چې د هر ډول تخلف او سرغړونې په صورت کې به قانوني اجراآت تر سره شي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هیواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان په ټولو وروڼو قومونو پورې اړه لري او د خلکو پر وړاندې د هېڅ ډول توپیري چلند اجازه نه ورکول کېږي.
د امنیتي او دفاعي بنسټونو ګډ اعلامیې په اساس، د افغانستان حکومت د بشري حقونو د نړیوالو کنوانسیونو او موازینو رعایتولو ته ژمن دی او د بشري حقونو د هر ډول سرغړونو پر وړاندې درېږي او د هغو تر سره کوونکو ته د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې سزا ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په شمال فاریاب ولات کې د نظام الدین قیصاري د نیولو په وخت د هغه له ساتوونکو سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.
خو په شمال کې د افغان پوځ سرچینې وایي، قیصاري له افغان پوځ سره د شخړې په پایله کې نیول شوی دی.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهنی قول اردو له دې وړاندې ویلي وو چې قوماندان قیصاري د لفظي او فزیکي شخړې په پایله کې نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjtmevhuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته