دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 166968
افغانستان کې د داعش شبکې دننه د هند د استخباراتي ماموریت بربنډیدل
د یو افغان سوداگر زوی د داعش غړیتوب ترلاسه کړ او پلان یې درلود چې په نوي ډهلي کې انتحاري عملیات وکړي.
د هند استخباراتي سازمان په افغانستان کې د داعش کړۍ ته ننوتی ترڅو په نوي ډهلي کې ددې ډلې د ځانمرگو بریدونو مخه ونیسي.
د هند د استخباراتي ادارې هغه عملیات چې په نوي ډهلي کې د ځانمرگي برید د مخنیوي لپاره طرحه شوي وو د داعش برید گر ته د منفجره موادو او په نوي ډهلي کې هغه ته د اوسیدنې د ځای برابرول شامل و. خو هغه منفجره مواد چې د هند استخباراتو د داعش دغه غړي ته ورکړي داسې جوړ شوي وو چې نه چاودیدل.
د هند استخباراتي ادارې د ٢٠١٧ کال په سپتامبر کې د داعش یو غړی چې د هند په پلازمینه نوي ډهلي کې یې د برید پلان درلود ونیو، خو لوړو پوړو دیپلوماتیکو او استخباراتي مقاماتو اوس دا خبره بربنډه کړې ده.
هندي رسنیو د هندي مقاماتو له خولې رپوټ ورکړی چې په افغانستان، دوبۍ او نوي ډهلي کې د ١٨ میاشتو څارنیزو عملیاتو وروسته داسې استخبارات ترلاسه شول چې د داعش یوه ١٢ کسیزه ډله په پاکستان کې له روزنې وروسته د هند په گډون په سیمه کې د بمي بریدونو لپاره لیږل شوې ده. ددغو ځانمرگو بریدگرو نه یو یې څه دپاسه شل کلن افغان چې د "یو بډایه سوداگر ځوی" و، نوي ډهلي ته د برید لپاره استول شوی و.
د داعش دغه عملیاتي کس چې لومړی یې په نوي ډهلي کې د انجینرۍ د پوهنځي د یو محصل په بڼه په لیلیه کې ژوند کاوه، وروسته یې د نوي ډهلي د لاجپتنگر په سیمه کې یو اپارتمان کرایه کړ. منابعو دا هم ویلي چې ددغه شخص د تعقیب او څارنې لپاره ٨٠ تنه هندي امنیتي مامورین او پلټونکي گمارل شوي وو.
د هند استخباراتي ادارې د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتي معلوماتو نه په استفادې چې په نوي ډهلي کې یې د برید خبرداری ورکړی و، د داعش کړۍ ته د ننوتلو تصمیم نیولی او خپل یو مامور یې د داعش د عملیاتي شخص سره د ملگري کیدو لپاره موظف کړی و. بیا دغه افغان له هغه نه د منفجره توکیو د برابرولو غوښتنه کړې وه چې په نتیجه کې مختلفو استخباراتي او امنیتي ادارو هغه او په لاجپتنگر کې د هغه اپارتمان تر څارنې لاندې نیولی و.
دغه شخص له نیول کیدو څخه څو ورځې وروسته افغانستان ته انتقال شو او په هغه هیواد کې میشتو امریکایي پوځیانو ته ور په لاس شوی دی.
ددغو استخباراتي معلوماتو رښتینوالی او بڼه او همداشان په اړه یې د هندي ورځپاڼو رپوټونه د افغان او امریکایي مقاماتو له لورې تائید او یا رد شوي ندي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb00b8wrhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته