دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 166994
په جوزجان کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتې پر مهال تر ۶۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالی کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ د نښتې پر مهال تر ۶۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قور اردو وایي د داعشیانو پر مواضعو د وسله والو طالبانو د بریدونو په ترڅ کې ۱۶ داعشیان او ۱۰ طالب وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې ۱۴ داعش وسله وال ټپيان هم شوي او ۹ نور د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي.
شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي چې د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یوه قوماندان هم وژل شوی، ۱۱ طالب وسله وال ټپیان دي او ۲ نور د داعشیانو له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دواړو غاړو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري.
د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د جوزجان ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoin6y49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته