د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي په دی اړه وایی چې تېره شپه يو شمېر وسله والو د جوی يک په سيمه کې لومړی د ياد شوي ښوونځي ساتونکی تړلی او بيا يې ښوونځي ته اور ور اچولی دی.
د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې په دغه ښوونځي کې له شپږ سوه ډېرو نجونو او هلکانو زده کړې کولې.
تر اوسه چا د ښوونځي د سوځولو مسووليت پرغاړه نه دی اخيستی.
د دغه ښوونځي د سوزولو درې ورځې مخکې هم د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک سيمې د نجونو او هلکانو ښوونځي ته ناپېژاندو وسله والو اور اچولی و.