دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 167005
پنجشیر ولایت کې د اوبو یو بند ښوېدلو له امله ۱۰ مړه شوي ده
له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د افغانستان د دولت وزارت وايي، چې په پنجشیر ولایت کې د اوبو یو طبیعي بند ښوېدلی او د سیمې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند عمر محمدي په اړه وویل، چې د لومړنیو شمیرو له مخې، په دغې پیښه کې لس تنه مړه شوي دي.
د ښاغلي محمدي پر وینا، د دغې پیښې له امله د پنجشیر ولایت د حصه اول (خنچ) ولسوالۍ په پشغور کلي کې ۳۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړه "د تلفاتو او زیانونو د زیاتوالي احتمال شته دی، د پنجشیر ولایت له مرکز څخه او له پروان ولایت څخه د لټون وسیال او ډلې، د څښاک اوبه او غذايي مواد (سیمې ته رسیدلي) او په عاجل ډول د مرستو رسولو او د پېښې د ارزولو لپاره، له طبیعي پيښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت د اداري او مالي چارو د مرستیال محمداسلم سیاس په مشرۍ یو پلاوی د هليکوپټر په واسطه د پېښې ځای ته استول شوی دی".
ښاغلي محمدي زیاته کړه، چې دغه طبیعي بند د یو غره په لوړه څوکه کې موقعیت لري او د ښوېدو لامل یې تر اوسه روښانه شوی نه دی.
د افغانستان جمهوري ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني په دغې پیښې ژوره خواشیني ښودلې او ملکي او نظامي مسوولینو ته یې لارښونه کړې، چې په ژر تر ژره د ځمکې او هوا له لارې د مرستې رسونې عملیات پیل کړي.
ولسمشر غني دغه راز، تر خاورو لاندې د ایسار شویو کسانو د ژغورنې لپاره د بیړنیو اقداماتو سپارښتنه کړې ده.
https://avapress.com/vdce7f8znjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته