دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 167015
د قندوز دشت ارچی ولسوالی کې د طالبانو بریدونو په ترڅ کې د ملی اردو ۳۶ تنه سرتیری په شهادت رسیدلی
د قندوز په ولایت کې د دشت ارچی په ولسوالی کې طالبانو تیره شپه امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی بریدونه کړی چی ځینی پوستو ته سقوط وکړی او ځینی امنیتی سرتیری هم په شهادت رسولی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، بحر الدین د دشت ارچی ولسوال وویل چی ددی برید په ترڅ کې چی تیره شپه سرطان ۲۰ نیټه د شپی ۱۰ بجو په شاوخوا ترسره شو او تراوسه نښتې دوام لری، ملی اردو ۳۶ تنه سرتیری په شهادت رسیدلی او ځینی نور هم ټبیان شوی دی.
د دشت ارچی ولسوال افق خبرګزاری ته ویلی چی په حاضر حال کې د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ نښته جریان لری.
هغه وویل چی د طالبانو په دی برید کې د دشت ارچی په ولسوالی کې د پل مومن پوسته قوماندان او تر لاس لاندی ټول کسان یی د طالبانو له لوری وژل شوی دی.
د نیویارک تایمز یو خبرنګار هم ویلی چی په دی برید کې نږدی ۲۵ تنه امنیتی سرتیری شهید شوی او جنګ اوس ادامه لری.
خو حنیف رضایی، د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند وایی چی د دشت ارچی په ولسوالی کې د څو پوستو سقوط په لړ کې، دا پوستی بیرته د طالبانو کنترول څخه ایستل شوی دی.
د قندز ولایتی شورا مشر په وینا په حاضر حال کې جنګ د قندز ولایت دشت ارچی، قلعه ی زال او چهار دره ولسوالیو کې جریان لری.
 
https://avapress.com/vdcfyedytw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته