کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه، پاکستان، چین او ایران د داعش ګواښ په اړه غږیدلي

21 سرطان 1397 ساعت 15:11

د روسیې، پاکستان، ایران او چین د استخباراتي ادارو مشران د داعش د ګواښ په اړه غږېدلي.



د پاکستان، ایران، روسیې او چین د استخباراتي ادارو مشران د یو شمېر نورو مسایلو په ګډون یې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې له خوا سیمې ته د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې کړي دي.
پاکستاني او ایراني رسنۍ وايي، د دغو څلورو هېوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو دا غونډه د سې شنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې شوې ده.
دغه رسنۍ د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې د مشر «Sergei Naryshkin» په حواله وايي چې د دغې غونډې ډېر تمرکز پر افغان خاوره د داعش وسله والې ډلې د ګواښ د زیاتېدو په اړه و.

د Sergei Naryshkin. په وینا:
"په دغه کنفرانس کې په دې توافق وشو چې له سوریې او عراق څخه افغانستان ته د داعش وسله والې ډلې د راتللو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه اخیستل ضروري دي، ځکه چې دوی «داعش ډله» به له دې ځایه «افغانستان نه» ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي."
د پاکستان، روسیې، چین او ایران د استخباراتي ادارو مشران سربېره پر دې په دې هم سلا شوي چې د افغانستان د شخړې حل لپاره باید سیمه ییز قوتونه فعال رول ادا کړي.
د افغانستان د درېو ګاوندیو هېوادنو او روسیې د استخباراتي ادارو مشرانو په داسې وخت کې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د ګواښ په اړه غونډه کړې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې دغه وسله والې ډلې د هغو خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو لا په اسلام اباد کې د څلورو هېوادونو د استخباراتي مشرانو د غونډې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 167020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167020/روسیه-پاکستان-چین-او-ایران-د-داعش-ګواښ-په-اړه-غږیدلي

آوا
  https://www.avapress.com