دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 167021
کندز کې د طالبانو د سرې قطعې برید او د افغان ځواکونو تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه
په شمال کندز ولایت کې چارواکي وایي وسله والو طالبانو د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالی په ځینو برخو کې خپلې حملې پیل کړي دي.
د کندز والي ویاند نعمت الله تیموري تائید کړه چې وسله والو د دشت ارچي په قولق او مومن کلیو کې ډلییز برید کړي.
نوموړی زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.
په همدې حال کې نا تائید شوي راپورونه ښیي چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ افغان سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړي او شاوخوا ۱۷ نور ټپیان دي.
د کندز ولایت یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د کندز دشت ارچي او د تخار خواجه غار ولسوالیو په منځ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو سرې قطعې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کندز د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccimqss2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته