کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۲۰ ولایتونو کې د نوم لیکنې پروسه د یوه اوونۍ لپاره وغځیده

22 سرطان 1397 ساعت 14:43

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې په ۲۰ ولایتونو کې یې د نوم لیکنې پروسه د یوې اوونۍ لپاره نوره وغځوله.



په داسې حال کې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوم لیکنې بهیر پای ته رسېدلی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه بهیر یې د ۲۰ ولایتونو په ۱۱۲ مرکزونو کې یو ځل بیا تمدید کړی دی.
د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي په دی اړه وویل چي دغه بهیر په هغه ولایتونو کې تمدید شوی چې د بېلابېلو لاملونو له امله په کې دغه بهیر نه و پیل شوی.

نوموړئِ وویل:
"د انتخاباتو خپلواک کېمسیون فیصله کړې چې د ۲۰ ولایتونیو په ۱۱۲ مرکزونو کې به دغه بهیر چې د بېلابېلو دلایلو امله په کې نه و توانېدلی چې د سرطان تر پنځمې په کې فعالیت پیل کړي، د نوم لیکنې بهیر د روان کال د سرطان میاشتې له ۲۰ مې تر ۲۷ مې تمدید کړي، څو خلک وتوانېږي چې نوم لیکنه وکړي."
ښاغلی هاشمي وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه تصمیم د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون په هدف نیولی.
له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نوم لیکنې بهیر په ښارونو کې یوه میاشت او په ولسوالیو او کلیو کې لس ورځې تمدید کړی و.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د نوم لیکنې بهیر د روان لمریزکال حمل له ۲۵ مې پيل او د سرطان تر ۱۵ مې پای ته ورسېد.
 


د مطلب کود: 167046

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167046/په-۲۰-ولایتونو-کې-د-نوم-لیکنې-پروسه-یوه-اوونۍ-لپاره-وغځیده

آوا
  https://www.avapress.com