کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان بلوچستان ایالت کې چاودنه شوي

22 سرطان 1397 ساعت 19:23

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات کسان ټپیان دي.



د راپورونو له مخې، د وژل شویو کسانو په ډله کې د بلوچستان د خلکو ګوند نوماند نواب زاده سراج ریساني هم شامل دی.
پيښه نن د غرمې وروسته د بلوچستان ایالت په مستنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بلوچستان ایالت د پولیسو د مشر مرستیال قایم لشاري وایي د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۳ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، چې لومړی معلومات ښيي چې پیښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
له دې وړاندې د پاکستان په خیر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي وو.
په بنو کې د پولیسو یوه افسر خرم راشد وایي چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله هغه مهال وشوه کله چې ښاغلي دراني موټر له سیمې څخه د تیریدو په حال کې و.
نوموړی زیاته کړه، چې د چاودنې په ترڅ کې ښاغلي دراني ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر محمد طاهر وویل چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
 


د مطلب کود: 167053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167053/پاکستان-بلوچستان-ایالت-کې-چاودنه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com