کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان په جوزجان کې د داعش خارجی غړو دری ښځی د ډله ایز جنسی تیري وروسته ووژله

23 سرطان 1397 ساعت 14:10

د افغانستان په شمال کې امنیتی سرچینی وایی چی د داعش دری تنه ښځینه غړۍ د چچن او ازبکستان هیوادونو تبعه وو د جوزجان درزاب ولسوالی کې پر هغوی باندی ډله ایز جنسی تیری وروسته د طالبانو له لوری وژل شوی دی.



د آوا په ګزارش سره، د شاهین ۲۰۹ قول اردو وایی چی د درزاب په ولسوالی کې د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتو په دریم ورځ د داعش ۱۲ تنه غړۍ وژل شوی او ۳۳ تنه نور یی ټپیان شوی دی.
په همدی حال کې، د شاهین ۲۰۹ قول اردو خبرپاڼه وایی چی ددی نښتو په جریان کې د داعش دری تنه چچنی او ازبکستانې ښځینه غړۍ د طالبانو له لوری نیول شوی او د ډله ایز جنسی تیری وروسته وژل شوی دی.
همدارنګه په دی نښته کې د طالبانو دری تنه غړۍ هم وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
ویلو وړ دی چی تراوسه ددواړو لورو ترمنځ نښتو په ترڅ کې نږدی ۱۲۰ تنه وژل شوی دی.
 


د مطلب کود: 167084

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/167084/طالبان-په-جوزجان-کې-د-داعش-خارجی-غړو-دری-ښځی-ډله-ایز-جنسی-تیري-وروسته-ووژله

آوا
  https://www.avapress.com