دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 167167
شیبې وړاندې د کابل ښار په لویدیځ کې د یوې درنې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د راپورونو له مخې، پیښه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د کابل د امنیې قوماندانی ویاند حشت الله ستانکزي تائید کړه چې پيښه د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې ده خو د چاودنې نوعیت په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند فریدون اژند تائید کړه چې پیښه د وزارت دروازې ته څېرمه رامنځته شوې ده خو د چاودنې نوعیت او تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نشته.
د چاودنې نوعیت او تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.
https://avapress.com/vdcd950f5yt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته