دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۱
د مطلب کود : 167175
مشرانو جرګه د هېواد حالات ډېر نازک ګڼي او حکومت په بې پروايۍ تورنوي
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي؛ حکومت او نړیوال ملاتړي یې په لوی لاس نه غواړي، چې ترینګلي حالات کابو کړي او پر وسلوالو طالبانو هم غږ کوي، چې که افغانان وي، نو له جګړې دې لاس واخلي او سولې ته غاړه کیدي.
د مشرانو جرګې غړي اندېښنه څرګندوي، چې په ټولیزه توګه د هېواد حالات کړکېچن شوي او په یو شمېر شمالي ولایتونو کې راپورته شوې ستونزې حکومت بابیزه ګڼي.
دوی وايي؛ حکومت او ناتو دواړه د افغانستان پر ترینګلیو حالاتو چوپه خوله پاتې دي، چې خلکو ته یې ګڼې پوښتنې را پورته کړې دي.
د مشرانو جرګې غړی نادر بلوچ وایي، مونږ سوله غواړو او امریکا د جنوبي آسیا په اړه خپله نوې ستراتیژي نده پلې کړې. که امریکا او د حکومت مشران همداسې بې تفاوته وي؛ په هېواد کې به جګړه نوره هم پراخه شي.
د مشرانو
جرګې غړې کلالۍ اکبري وایي، چې: د شمال په ۹ ولایتونو کې دولتي دفترونه او بندرونه تړل شوي دي. دولت او حکومت باید دغې ننګونې ته ژر تر ژره د حل لار و مومي.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار له وسلوالو طالبانو غواړي، چې: که افغانان وي، د پاکستاني استخباراتي کړیو له دایرې دې راووځي، له جګړې دې لاس واخلي او سولې ته دي غاړه کیږدي.
نوموړی زیاتوي: زه له طالبانو غواړم، چې ستاسو جګړه اسلامي هېوادونو ناروا وګڼله؛ نور راویښ شئ جګړه د هیچا په ګټه نده او د سولې له بهیر سره یوځای شئ.
د مشرانو جرګې غړي له حکومته غواړي، چې د چارو د مدیریت لپاره باید پر تازه لارو چارو غور وکړي او د خلکو غوښتنې په جدي توګه په پام کې ونیسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmmqsp2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته