تورن جنرال محمد یاسین په یوه خبري ناسته کې وویل، په دې وروستیو څو ورځو کې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو ۷ لوړپوړي قوماندانان او د هغو ۹ ملګري وژل شوي دي.
په هلمند ولایت کې چې د کوچني اختر په مناسبت د اوربند پر مهال جګړې کمې شوې وې، په دې وروستیو کې یې بېرته زور اخیستی دی.
بلخوا دولتي مسؤلین وايي، ډېر ژر به په هغو سیمو کې عملیات پیلوي چې په تېرو کلونو کې د حکومتي سرتېرو له لاسه وتلې وې.