کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال دوستم د ولسمشر غنی څخه د قیصاری آزادولو غوښتنه کړي

9 اسد 1397 ساعت 17:23

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر مسوولین وايي، چې عبدالرشید دوستم له ولسمشر سره د نظام الدین قیصاري پر خوشي کیدو، د نوی ائتلاف د جوړښت، ټاکنو او سولې په اړه غږیدلی دی.



ارګ د دوشنبې پر ورځ( د زمري ۸) یوه داسې اووه دېرش دقیقه یي ویدیو خپره کړې، چې په کې د ملي وحدت حکومت رهبران د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره ګوري او ښايي پر مهمو مسایلو خبرې کوي؛ خو ویډیو غږ نلري.
د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رييس بابر فرهمند وایي، هغه له ولسمشر سره له نننۍ لیدنې وروسته دفتر ته راغی. له دې وروسته به د امنیت شورا او کابینې په ناستو کې ګډون کوي او خپل دفتر ته به هم منظم راځي.
ښاغلي بابر فرهمند زیاته کړې، چې ښاغلي دوستم له ولسمشر سره د نظام الدین قیصاري پر خوشي کیدو او د هغه له ساتونکیو سره د ناوړه چلند، د نوي ائتلاف او سولې په اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان مدني ټولنې د مجتمع رييس عزیز رفیعي وایي؛ مونږ هیله من یو، چې د افغانستان سیاسیون خپلې ځانګړې موخې پر خلکو ونه تپي او ملي مقدسات ترې قربان نکړي.
جنرال دوستم اوس د پخوا په شان ښايي د حکومت مهم ملګري پاتې نه وي؛ ځکه هغه د یوه داسې ائتلاف غړی شو، چې له حکومت سره په سیاسي مخالفت کې را ټوکیدلی دی.
د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش وایي؛ دا ښه خبره ده، چې د حکومتي مشرانو تر منځ همغږي رامنځته او واټنونه رالنډ شي.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت رهبرانو د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره له یو نیم کلن ځنډ وروسته ولیدل؛ خو د دوی د ګډو خبرو په اړه نور څه نه دي په ډاګه شوي.
جنرال دوستم د ملي امنیت له سلاکار او د ملي امنیت له رييس څخه غوښتي وه، چې د نظام الدین قیصاري د تورنو تر سپینیدو پورې هغه د ده کور ته ولیږدوي؛ خو ویل کیږي، چې نوموړی د ملي امنیت په یوه میلمستون کې ساتل کیږي.
 


د مطلب کود: 168114

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168114/جنرال-دوستم-د-ولسمشر-غنی-څخه-قیصاری-آزادولو-غوښتنه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com