کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کمانډو ځواکونو هلمند کې د طالبانو له یوه زندانه ۶۱ ملکي کسان خوشې کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 اسد 1397 ساعت 8:33

د افغان پوځ کومانډو ځواکونو هلمند ولایت په کجکي ولسوالی کې د طالبانو له یوه زندانه ۶۱ ملکي کسان خشې کړي.


هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې تېره شپه افغان کوماندو ځواکونو د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ ده بابا کاريز سيمه کې ۶۱ تنه ملکي کسان ديو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو له زندان څخه آزاد کړي دي. چې ټول زندانیان ۲۱۵ میوند قول اردو ته انتقال شوي دي.
د ولایت مقام په وینا، په يادو زندانیانو کې عمر خوړلي سپين ږري او ماشومان هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې د ازاد شویو زندانیانو په حواله راغلي، چې وسله والو طالبانو ورسره سخت ظلم کاوه او هم يې ډول ډول شکنجې ورکولې.
د ولایت مقم په وینا، پدې عملیاتو دغه راز ۷ تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي او د ياد زندان دوه ساتونکي د مقامت پر مهال وژل شوي دي.
دا لومړی ځل نه‎دی چې افغان ځواکونه په هلمند کې د وسله‎والو طالبانو په زندانونو حملې کوي.
بلکې له‎دې مخکې هم افغان ځواکونو شاوخوا درې اوونی مخکې د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې په ورته عملیاتو کې د طالبانو له زندانه ۵۸ کسان ازاد کړي وو


د مطلب کود: 168287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168287/کمانډو-ځواکونو-هلمند-کې-د-طالبانو-له-یوه-زندانه-۶۱-ملکي-کسان-خوشې-کړل

آوا
  https://www.avapress.com