کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی ولایت کی ۴۵ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

17 اسد 1397 ساعت 6:21

ویل کیږی، د غزني په قیاق دره کې د افغان امنیتی ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته نښته شوې دی.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد  ولایت شورا مشره لطیفه اکبري نن ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل، دغه وسله والو پړون مه د غزني په قیاق دره کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.
هغې وویله، ددغه عملیاتو کې یې له دواړو لورو نېږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغوی په خبره، چې وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۱۲ سرتېري وژل او شپږ پوستې یې سوځولې دي.
د غزني ولایت امنیه قوماندانۍ، په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې هم ویلي دی، چې په یاد جګړه کې تر ۴۵ پورې وسله والو طابانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 168520

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168520/غزنی-ولایت-کی-۴۵-تنه-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې-ده

آوا
  https://www.avapress.com