کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مخابرانو وزارت ۵ کارکوونکې په حبس او نقدی جریمه باندی محکوم شوي

18 اسد 1397 ساعت 10:04

درانه جرایمو ته رسیدګی لپاره استیناف محکمی له لوری مخابراتو وزارت پنځه تنه کارکوونکې هر یو شپو میاشتی بند او ۳۷۶۹ دالرو په نقدی جریمه باندی محکوم شوی دی.



د افغان غږ (آوا) په ګزارش سره، د مخابراتو وزارت ۵ تنه کارکوونکو محاکمه ناسته د استیناف په محکمه کې تیره ورځ چهارشنبه ترسره شو.
امیل مرجان د مخابراتو وزارت آی تی مسؤول او زمریالی وفا ددی وزارت بل کارمند چی په لومړۍ او ابتدایی محکمه کې بی ګناه پیژندل شوی وو د استیناف په محکمه کې ګناه کار پیژندل شوی او هر یو یی شپږ میاشتی بند او ۳۷۶۹ دالرو نقدی جریمه باندی محکوم شوی دی.
یاسین، عبدالقادر او شیر احمد هم د هغوی جرمی شریکانو په حیث هر یو ۱۲۰۰۰ افغانی جریمه باندی محکوم شوی دی.
هغوی د وظیفه ای صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه پورته کولو او همدارنګه بیت المال پیسو  حیف او میل لپاره محاکمه شو.
 


د مطلب کود: 168592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168592/د-مخابرانو-وزارت-۵-کارکوونکې-په-حبس-او-نقدی-جریمه-باندی-محکوم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com