کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی ولایت کی هوایی برید شوی

15 سنبله 1397 ساعت 17:21

راپورونه وایی، غزني کې افغان امنیتی ځواکونو هوايي عملیات کړی دی.



د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی،د غزني ولایت له امنیه قوماندانۍ نن ورځ نه، خپره شوې په خبرپاڼه کې ویلی دی، د یاد برید په نتیجه کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچینی زیاتوی، چې افغان هوايي ځواک دیاد ولایت په قره باغ کې پر طالبانو برید کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی دی، وسله والو طالبانو په دوه موټرو کې سپاره و، چې د قره باغ ولسوالۍ په خیرنه چوک سیمه کې هوايي ځواک په نښه کړل.
سرچینی وایی، چې په یاد عملیاتو کې د حضرت ولي په نوم د یوه سرګروپ په ګډون ۹ تنه یاد وسله وال وژل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 170215

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/170215/غزنی-ولایت-کی-هوایی-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com