کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان پارلمانی ټاکنو مبارزاتو لګښت اعلان شو/ ټاکنیز کمپاین میزان په ۶ په رسمی توګه شرو کیږی

4 میزان 1397 ساعت 15:39

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون، پارلمانی ټاکنو نامزادانو کمپاین شروع کیدو سره، نن چهارشنبه( ۴ میزان) ټاکنیز مبارزاتو لګښت او نامزادانو کار او زار طرزالعمل اعلان کړ.



د آوا په ګزارش سره، سید حفیظ الله هاشمی، د ټاکنو کمیسیون ویاند په یو خباری ناسته کې وویل: د ټاکنو قانون ۷۴ ماده په اساس، د ټاکنو نامزادانو مصارفو حدود، د رای ورکوونکو په تناسب، مساحت او جغرافیایی موقعیت په تناسب ټاکل کیږی.
هغه زیاته کړه: تر ټولو لږ مصارف لوګر ولایت د ۸۰۰ زرو څخه تر ۹۲۰ زره افغانیو پوری لری او کابل ولایت ترټولو لوړ لګښت د دوه میلیونو او ۳۰۰ زره څخه تر دوه میلیونو ۶۵۴ زره افغانیو پوری دی.
قرار دی چی د ولسی جرګه نامزدانو ۲۰ ورځنۍ پروسه د جمعه په ورځ د میزان په شپږمه شروع او تر ۲۶ پوری ادامه پیدا کړی.
ټاکنو کمیسیون، ټول نامزادان مکلف کړي چی ټاکنو مبارزاتو لپاره سفره وو او ټولنو ترسره کولو لپاره، د ټاکنو کمیسیون سیمه ایز دفتر او ولایتی اداره ته د امنیت ټینګولو لپاره اطلاع ورکړی.
همدارنګه دا کمیسیون وویل چی ټاکنیز پوسترونو نصب د سرش او نورو شیانو په مرسته پر دیوالونو باندی منع دی او ټینګار کړي چی نامزادان کولای شی د بیلبوردونو، بنرونو او LCD تلویزیونونو څخه ګټه واخلی.
 


د مطلب کود: 171560

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171560/افغانستان-پارلمانی-ټاکنو-مبارزاتو-لګښت-اعلان-شو-ټاکنیز-کمپاین-میزان-په-۶-رسمی-توګه-شرو-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com