کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان ولایت کې د امنیتی ځواکونو په یو کمین کې څلور تنه وسله وال وژل شوی

9 میزان 1397 ساعت 15:19

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالی کې تېره شپه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په یوه کمین کې د وسله والو طالبانو څلور مهم غړي ووژل شول.



د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دا کسان چې مولوي جنت ګل، قاري ذبیح الله، قاري مطیع الله او ملا محمد نبي نومېږي، تېره شپه د پولیسو ځواکونه د یوه کمین په پایله کې د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې وژل شوي او یو بل تن یې د ملا محمود په نامه ټپي شوی دی.
 خبرپاڼه زیاتوي، چې د دواړو لورو په نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لغمان د افغانستان په ختېځ کې يو له نسبتاً ارامو ولايتونو څخه دی، خو بيا هم کله ناکله په کې د تاوتريخوالي خبرونه ورکول کېږي .
د لغمان ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې یې د وسله والو طالبانو ترڅنګ د اسلامي دولت نومې ډلې پلویان هم فعالیت لري.
 


د مطلب کود: 171867

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171867/لغمان-ولایت-کې-د-امنیتی-ځواکونو-په-یو-کمین-څلور-تنه-وسله-وال-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com