کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورستان کې د طالبانو پر یوه پوسته هوایي برید مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 میزان 1397 ساعت 10:42



په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په نورستان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه پوسته هوایي برید ترسره کړی چې له امله یې پنځه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو پ یوه بیان کې ویلي، چې پيشه تېره ورځ د نور ګرام او دو آب ولسوالیو پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه هوایي برید کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور تپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي ”تېره ورځ وسله والو طالبانو د نورستان ولایت د نورګرام او دوآب ولسوالیو په لویه لاره چکپاینټ جوړ کړی و او زمونږ پتمنو هیوادوالو ته یې ستونزه جوړه کړې وه او عامه وګړي یې ځورول چې د ائتلاف قواوو لخوا پرې هوایي برید ترسره شوې چې په ترڅ کې یې ۲ تنه وسلوال طالبان هر یو سیدالرحمن او ګلداد وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپیان شوي دي. “
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 172490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/172490/نورستان-کې-د-طالبانو-پر-یوه-پوسته-هوایي-برید-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com