کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې داعش وسله والی ډلې درې تنه بهرنۍ ترهګر نیول شوی

23 عقرب 1397 ساعت 19:17

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د اسلامي دولت نومې (داعش) دلې اړوند د درې تنو بهرنيو ترهګرو د نیولو خبر ورکوي چې غوښتل یې په کابل ښار کې بریدونه ترسره کړي.



د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې ویلي، چې د داعش درې بهرني غړي چې د پاکستان، ترکیې او د تاجکستان اصلي اوسېدونکي دي، د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا په کابل ښار کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي کسان نور الله، نور محمد او محمد افضل نومېږي چې د ترکیې، تاجکستان او پاکستان اوسېدونکي دي.
د ملي امنیت ریاست همداراز وایي د دې ریاست موظفینو له کابل ښار څخه د وسله والو طالبانو اړوند پنځه تنه وسله وال هم نیولي دي.
د اسلامی دولت نومې ډلې پلویانو او وسله والو طالبانو په ګډون په د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 174080

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174080/په-کابل-کې-داعش-وسله-والی-ډلې-درې-تنه-بهرنۍ-ترهګر-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com