کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې علماوو شورا مشر د وژل کیدو په وړاندی ولسمشر اشرف غنی غبرګون

4 قوس 1397 ساعت 11:32

افغانا ولسمشر محمد اشرف غني په پلازمېنه کابل ښار کې د کابل د علماو شورا مشر د وژنې په اړه غبرګون وښود.



 له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني هغه ترهګریز برید په سختو ټکو غندي چې په پایله کې یې د کابل د علماو شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني شهید شو.
ولسمشر غني وویل”ترهګر پر علمای کرامو، قاریانو، دیني او اسلامي محافلو د بریدونو په ترسره کولوسره ښیي چې عملاً د دیني او اسلامي ارزښتونو مبلغینوسره په جنګ کې دي. “
د ارګ ماڼی له مخې، جمهور رئیس اړوندو امنیتي مسوولینو ته د برید د عاملینو د تشخیص او د قانون منګولو ته د سپارلو دستور ورکړ وې ویل، د افغانستان دښمنان پر علمای کرامو او د وطن پر خدمتګارو شخصیتونو د بریدونو له لارې د جنګ پر ختېمدو او سولې ته پر رسېدو زموږ د خلکو په ځانګړي ډول د علماو اراده نشي کمزوری کولی.
تر اوسه کوم چا یا ډله پر مولوي حقاني د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
امنیتي چارواکي او د علماو شورا سرچینې وایي، مولوي حقاني پرون د کابل ښار د اوومې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ووژل شو.
 


د مطلب کود: 174679

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174679/کابل-کې-علماوو-شورا-مشر-د-وژل-کیدو-په-وړاندی-ولسمشر-اشرف-غنی-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com