کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې افغان ځواکونه له یوې پوځي اډې وتلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 قوس 1397 ساعت 18:52

په جوزجان کې افغان امنیتي ځواکونه د دې ولایت د خماب ولسوالۍ له دیو قلعه پوځي اډې څخه وتلي دي.


د جوزجان والي لطف الله عزیزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د پوځي مصلحت له مخې افغان ځواکونو دا اډه پریښې ده.
دی وایي:"پوځي کمېټې د سیمې د مخورو په مشوره پرېکړه وکړه چې دیو قلعه اډه چې شااوخوا يې ابادي نشته او لېرې په یوې دښته کې ده چې امنیتي ځواکونو ته يې پر وخت مرسته هم نشي رسېدای، تر څو چې عملیاتي پلان جوړېږي، د اوس وخت لپاره تخلیه شي."
د جوزجان والي وویل، خماب ولسوالۍ دوه میاشتې وړاندې سقوط وکړ، خو د امنيې قوماندانۍ پرسونل هلته پاتې و چې وسله والو پرې اوبه یندې کړې وې او سرتېري له ستونزو سره مخ وو.

 


د مطلب کود: 174720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174720/په-جوزجان-کې-افغان-ځواکونه-له-یوې-پوځي-اډې-وتلي

آوا
  https://www.avapress.com