کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برمک: د کابل مظاهرو او د نارامیو پېښو په تړاو تر ۵۰ زیات کسان نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 قوس 1397 ساعت 14:41

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویس احمد برمک وایي په پلازمېنه کابل ښار کې د وروستیو مظاهرو او د نارامیو پېښو پر مهال تر ۵۰ زیات کسان نیول شوي دي.



نوموړی دغه څرګندونې نن د مشرانو جرګې د استعماعیه غونډې پر مهال وکړې.
ښاغلي برمک همداراز زیاته کړه، چې د هرې پلان شوې ولسي مظاهرې له جوړولو مخکې باید پولیسو ته خبر ورکړل شي او ټینګاریې وکړ چې له پولیسو له همغږي پرته مظاهرې به یې غیرقانوني وګڼل شي.
د کابل امنیه قوماندان جنرال سید محمد روشندل له دې وړاندې ویلي و، چې په کابل ښار کې یې وروستي مظاهرې او لاریونونه له پولیسو سره د همغږي پرته ترسره شول چې د ښاري نظم د ګډوډېدو سبب شول.
دا په داسې حال کې ده چې د قوماندان علي پور تر نیول کیدو وروسته د کابل ښار سلګونه اوسېدونکي واټونه ته راووتل.
د امنیتي چارواکو په وینا، د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي په پایله کې د پولیسو ۲۰ سرتېري ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 174847

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/174847/برمک-د-کابل-مظاهرو-او-نارامیو-پېښو-په-تړاو-تر-۵۰-زیات-کسان-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com