کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې شورا یو پلاوی را تلونکې اونۍ پاکستان ته ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جدی 1397 ساعت 13:29

ټاکل شوې د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي‌ استازي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.



د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي‌ محمد عمر داودزي د چهارشنبې په ورځ د «مرغومې پر۱۲مه» په کابل کې په یوه غونډه کې روان ۲۰۱۹ کال د افغانستان لپاره د سولې کال یاد کړ، خو زیاته یې کړه چې د «سولې معاهدې» ته د حکومت د رسېدو لپاره په درې مسئلو شک شتون لري.
له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو غوښتنه، له حکومت څخه د طالبانو غوښتنه او اهداف او هغه بیه چې د سولې لپاره باید ورکړل شي، هغه موارد دي چې ښاغلي‌ داودزي د «سولې معاهدې» د شکنو په توګه یاد کړل.
ښاغلي‌ داودزي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کولو ته اړتیا ده.
نوموړي‌ زیاته کړه چې د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي‌ استازي یو لړ اقدامات تر سره کړل، خو زیاته یې کړه چې" خلیلزاد په سیمه کې د افغانستان استازیتوب نه کوي او د امریکا د ګټو استازیتوب کوي."
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس وویل چې د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په هدف ټاکل شوې راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.
نوموړي زیاته کړه وروسته به تصمیم ونیول شي چې د افغان حکومت پلاوی په دې اړه ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي‌.
 


د مطلب کود: 177058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/177058/د-سولې-شورا-یو-پلاوی-تلونکې-اونۍ-پاکستان-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com