کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندز کې د ۱۱طالب وسله‎والو وژل کېدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 دلو 1397 ساعت 13:02

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو درې قومندانان هم شامل دي او درې تنه نور ټپیان دي



د ملي امنیت په خبرپانه کې پنج‎شنبې د سلواغې په ۱۱مه نېټه) راغلي دي چې د یاد ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو شمېر پټنځایونو افغان ځانګړو ځواکونو پوځي عملیات کړي دي.
خبرپانه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د یادې ډلې درې قومندانان هم شامل دي.
په یادو عملیاتو کې د درې طالب وسله‎وال ټپیان شوي هم دي.
د ملي امنیت خبرپاڼه کې راغلي دي ترسره شویو پوځي عملیاتو کې یو شمېر سیمې د طالبانو له شتون نه پاکې او د یادې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خبرپانې د عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او همداراز پوځیانو او ملکي کسانو ته هم د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویل شوي.
طالبانو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
 


د مطلب کود: 178921

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/178921/کندز-کې-د-۱۱طالب-وسله-والو-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com