کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې او لوګر څرخ کې طالب وسله والو ته مرګژوبله اوښتي

18 حوت 1397 ساعت 19:00

د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ننګرهار په حصارک کې ۱۱ او د لوګر په څرخ کې ۱۳ طالب وسله وال وژل شوي دي.


 د سرچینو له مخې دغه شپنی عملیات د لوګر ولایت په پسپیچک مولانه کوتل کې ترسره شوي او په پایله کې ۱۳ طالب وسله وال وژل شوي او په وسله والو پورې اړوند له چاودیدونکو توکو ډک یو کرولا ډوله موټر هم له منځه وړل شوی دی.
د خبر پاڼې له مخې افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې هم هوایې حملې کړې او د دغو حملو پر مهال یې ۱۱ طالب وسله وال وژلي دي. بل خوا طالب وسله والو رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې د لوګر په څرخ کې د طالبانو د وژل کیدو خبر نه مني او زیاتوي چې په دغو شپنیو عملیاتو کې ګڼ ملکیان وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 181089

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/181089/ننګرهار-حصارک-ولسوالۍ-کې-او-لوګر-څرخ-طالب-وسله-والو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com