کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی ولایت کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳۰ میله بیلابیلې وسلې دولتی ځواکونو لاسته ورغلې دي

25 حمل 1398 ساعت 16:34

د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، د دغو ولایت دګیلان ولسوالۍ په اټک او لونګ نومې کلیو کې له تېرې شپې راهسي جګړه پیل شوې چې پر مهال یې د افغان کومانډو ځواکو له لوري ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۳۰ میله بیلا بیلې وسلې د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.



خبر پاڼه زیاتوي چې دغه عملیات په وچو کاریزونو کې د طالبانو پر پټنځایونو ترسره شوي،
د غزني ځایي چارواکو ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ راز تلفات نه دي اوښتي.
د خبر پاڼې له قوله د دغو ولایت  د ګیلان، ګیرو، خواجه عمري ولسوالیو په اړوندو او ځینو نورو سیموکې دا مهال د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د کومانډو ځواکونو عملیات روان دي.
 


د مطلب کود: 183273

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183273/غزنی-ولایت-کې-۴۰-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي-او-۲۳۰-میله-بیلابیلې-وسلې-دولتی-ځواکونو-لاسته-ورغلې-دي

آوا
  https://www.avapress.com