کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست چارواکي: پاکستاني ځواکونو د سپیرې پر ولسوالۍ بمباري کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 ثور 1398 ساعت 13:56

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې پاکستاني ځواکونو تیره شپه ( ثور۱۱ مه) د دغه ولایت د سپیرې په ولسوالۍ کې پر یو شمیر سمیو هوايي بمبارد او راکيټي بريدونو کړي، چې په ترڅ کې یې څلور افغان ملکيان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.



د خوست امنيه قوماندان سمونوال سيد احمد بابازي امريکا غږ اشنا ته وويل، چې دغه بريدونه پرون ماخوستن ( ثور۱۱مه)شاوخوا نهه بجې د دې ولايت د سپېرې ولسوالۍ پر يو شمېر سيمو شوي دي.
ښاغلي بابازي وويل، چې په دغو بريدونو کې د سور کنډو، پڅې مېلې، خړه وړه او کاڼي سيمو يو شمېر کلي په نښه شوي، چې په ترڅ کې يې ۸ کورونه نړيدلي او ۲۰ عرادې موټر هم تخريب شوي دي.
د خوست د سپېرې ولسوال محمدعظيم مجاهد امريکا غږ ته وويل، چې دوه ورځې مخکې هم پر دغو سيمو د پاکستاني هليکوپترو له خوا بريدونه او د توپچي ډزې شوې وې.
ولسوال محمد عظيم مجاهد پیښه شوې مرګ ژوبله تاييد کړه او ویې ويل، چې دغه بريدونه پرون ماسپېښين دوې بجې پيل شوي وو او د ماخوستن تر نهو بجو پورې يې دوام وکړ.
هغه ونه ويل چې افغان امنيتي ځواکونو غبرګون ښودلی او که نه خو زياته يې کړه چې افغان امنيتي ځواکونه د دې پیښې څخه خبر دي.
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تیره ورځ ( ثور۱۱مه)وویل، چې د اپریل په ۳۰ مې شپې او د می د میاشتې په لومړۍ ورځ د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې میشت د اویا او اتیاو ترمنځ تروریستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سرحد څخه هغې غاړې ته تیر شوي وو او په پاکستاني سرحدي ځواکونو باندې یې بریدونه کړي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو د شمالي وزیرستان پورې مربوط سیمه کې د سرحد په اوږدو کې کټارې جوړولې، چې تر برید لاندې راغلل.
دا اعلامیه وایي" پاکستان پوځ برید په شا وتمبوه او تروریستانو ته يې د پام وړ تلفات واړول".
دا اعلامیه وايي، چې تروریستان له برید وروسته په کوچنیو ګروپونو کې بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان د تروریستانو په تیښته بریالیوب د دغې ډلې پر وړاندې د افغان ځواکونو له خوا د یو مناسبت اقدام د نه ترسره کولو له امله بلل دی.
پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غبرګون کې په اسلام اباد کې د افغانستان شاردافیر هم دغه وزارت ته تیره ورځ غوښتی وو او د دې پیښې په اړه يې ورته د خپل هیواد احتجاج څرګند کړی دی.
 


د مطلب کود: 184382

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184382/خوست-چارواکي-پاکستاني-ځواکونو-د-سپیرې-پر-ولسوالۍ-بمباري-کړې

آوا
  https://www.avapress.com