کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې د داعش ترهګرې ډلې د یوه قومندان په ګډون اوه تنه ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 جوزا 1398 ساعت 14:55

د وژل شویو په منځ کې د داعش ترهګرې ډلې د یوې ۲۰ کسیزې ډلې قومندان چې مخلص نومیږي هم شامل دی.


تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په چمبېل کلي کې، یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د داعش ترهګرې ډلې د یوه قومندان په ګډون اوه تنه وژل شوي دي.
د وژل شویو په منځ کې د داعش ترهګرې ډلې د یوې ۲۰ کسیزې ډلې قومندان چې مخلص نومیږي هم شامل دی.
د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو څلور میله وسلې او مهمات، درې قابه دوربینونه، لاسي بمونه، پاکستاني پېژند کارتونه او نور نظامي تجهیزات د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته روغلي دي.


د مطلب کود: 185562

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/185562/کونړ-کې-د-داعش-ترهګرې-ډلې-یوه-قومندان-په-ګډون-اوه-تنه-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com